Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجن — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الجن • آیت نمبر 13 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَىٰ آمَنَّا بِهِ ۖ فَمَنْ يُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا 13
ترجمه:
او دا چې بېشكه مونږ چې كله هدایت واورېده (، نو) مونږ په ده ایمان راوړ، نو هغه څوك چې په خپل رب ایمان راوړي، نو دى به نه له نقصان نه وېرېږي او نه (د چا) له ظلم نه الجن ۷۲:۱۳
تفسیر:
او دا چې کله موږ هغه قرآن واورېدلو چې سمې لارې ته ښوونه کوي ايمان مو پرې راوړ؛ نو څوک چې پر خپل پالونکي ايمان راوړي هغه د خپلو نېکيو له کمېدو نه وېريږي او نه به د کومې داسې ګناه څخه چې د هغه پخوانيو ګناهونو ته ور زياته کړل شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجن • آیت 12 راتلونکې الجن • آیت 14