Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجن — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الجن • آیت نمبر 17 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَمَنْ يُعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا 17
ترجمه:
د دې لپاره چې مونږ دوى په دغه (نعمت) كې وازمایو او هغه څوك چې د خپل رب له ذكر (قرآن) نه مخ واړوي، نو هغه (رب) به دى سخت عذاب ته داخل كړي الجن ۷۲:۱۷
تفسیر:
ترڅو يې پکې و ازمویو چې آيا د الله پر نعمتونو شکر کوي او که کفر پرې کوي؟ او څوک چې له قرآن او په هغه کې له شته پندونو څخه مخ اړوي پالونکی به يې داسې سخت عذاب ته ننباسي چې زغملای به يې نه شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجن • آیت 16 راتلونکې الجن • آیت 18