Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجن — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الجن • آیت نمبر 23 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


إِلَّا بَلَاغًا مِنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ ۚ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا 23
ترجمه:
مګر د الله له جانبه د تبلیغ او د هغه د پېغام رسولو (اختیارمن یم) او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي الجن ۷۲:۲۳
تفسیر:
خو زه چې د څه واک لرم هغه داچې هغه څه رسوم چې الله يې تاسو ته د رسولو امر راته کړی دی، او هغه پيغام رسوم چې تاسو ته يې ورسره لېږلی يم، چا چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وکړه؛ نو پايله يې دوزخ ته ننوتل دي چې تل ترتله به پکې وي، هيڅکله به نه ترې وځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجن • آیت 22 راتلونکې الجن • آیت 24