كه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي المزمل ۷۳:۱۷ ⧉
تفسیر:
که چېرې تاسې پر الله کفر وکړئ او رسول يې درواغجن وبولئ؛ نو په هغه سخته اوږده ورځ به څنګه ځانونه ساتئ او خوندي کوئ چې د وړو ماشومانو سرونه به د هغې ورځې د سختوالي او اوږدوالي له امله سپين شي.