Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المزمل — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

المزمل • آیت نمبر 20 (ټولې 20 آيتونه) • پښتو


إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَىٰ مِنْ ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ ۚ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ۚ عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۖ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ۚ عَلِمَ أَنْ سَيَكُونُ مِنْكُمْ مَرْضَىٰ ۙ وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ ۚ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا ۚ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 20
ترجمه:
بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي۔ او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي۔، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ۔، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي. دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض۔ او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى المزمل ۷۳:۲۰
تفسیر:
اې رسوله! پرته له شکه ستا پالونکی پوهيږي چې ته کله د شپې له دريو پر دوو کمو برخو کې لمونځ کوې، او کله بيا تر نيمايي شپې درېږې، او کله بيا تر درېيمې پورې، او يوه ډله هغه مؤمنان هم دريږي چې ستا سره دي، او الله شپه او روځ حسابوي، او ساعتونه يې شمېري، او هغه پاک ذات پوه دی چې تاسې يې د ساعتونو په ضبط او شمېرلو نه توانېږئ، د موخې په لټولو کې د ډېرې برخې درېدل درباندې سختيږي، نو ځکه يې ستاسو توبه قبوله کړه، چې له شپې څومره درته آسانه وي لمونځ وکړئ، او اې مؤمنانو! الله پوهيږي چې له تاسو به ځينې داسې ناروغان وي چې ناروغۍ به په ستونزه کې اچولي وي، او نور به سفر کوي چې د الله روزي به لټوي، او ځينې نور به له کافرانو سره جنګيږي تر څو د الله رضا تر لاسه کړي او د الله کلمه لوړه شي، نو پر دغو کسانو د شپې درېدل سختيږي، نو څومره چې درته آسانه وي دومره لمونځ وکړئ، او فرضي لمونځ په بشپړه توګه وکړئ، او د خپلو مالونو زکات مو ورکړئ، او خپل مالونه مو د الله په لار کې ولګوئ، او کوم خير چې د ځانونو لپاره وړاندې کوئ، هغه به غوره او د ثواب له پلوه زيات ومومئ، او له الله څخه بښنه وغواړئ، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د هغو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المزمل • آیت 19 راتلونکې المدثر • آیت 1