او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي۔، كله چې ته دوى ووینې۔ (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې الإنسان ۷۶:۱۹ ⧉
تفسیر:
او پر هغوی به په جنت کې داسې هلکان ګرځي را ګرځي چې تل به ځوانان وي، کله يې چې وينې د هغوی د مخونو د تازه والي، او د رنګونو د ښايست او په خپله د هغوی د زياتوالي او بېلوالي له امله به پر هغوی د خپرو ورو ملغلرو ګومان کوې.