چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري النبأ ۷۸:۳۷ ⧉
تفسیر:
د آسمانونو او ځمکې پالونکی دی او د هغه څه رب دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، د دنيا او آخرت ډېر مهربان دی، او ټول چې په ځمکه کې او که په آسمان کې دي له هغه څخه پوښتنه نه شي کولای مګر داچې هغوی ته اجازه ورکړل شي.