Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 28 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ 28
ترجمه:
او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دى او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى الأنفال ۸:۲۸
تفسیر:
او پوه شئ -ای مومنانو- چې بېشکه ستاسو مالونه او بچي یقینا دا د الله تعالی له طرفه ازمیښت او امتحان دی تاسو لره، نو کیدای شي دا تاسو لره د آخرت لپاره تیاری کولو څخه بند کړي، او تاسو په خیانت کولو مجبور کړي، او پوه شئ چې بیشکه خاص الله تعالی سره لوی ثوابونه دي، نو تاسو مه پاتې کوئ د خپلو مالونو او بچو په مراعت کولو سره د ځان څخه دا ثواب او د هغوی له وجې خیانت مه کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 27 راتلونکې الأنفال • آیت 29