Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 40 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ 40
ترجمه:
او كه چېرې دوى وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى الأنفال ۸:۴۰
تفسیر:
او که چیرته دوی مخ واړاوه له هغه څه نه چې دوی ته پرې امر شوی د ځان ساتلو د کفر نه او د خلکو د منع کولو نه د الله تعالی د لارې نه، نو تاسو یقین وکړئ -ای مومنانو- چې بیشکه الله تعالی ستاسو مدد کوونکی دی په دوی باندې، ډیر ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي، او ډیر ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ورسره وکړي، نو د چا سره چې دوستي وکړي نو دا کامیاب شو، او د چا سره چې مدد وکړي نو یقینا دا کامیاب شو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 39 راتلونکې الأنفال • آیت 41