Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 58 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ 58
ترجمه:
او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نوته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي الأنفال ۸:۵۸
تفسیر:
که چیرته وبیریدې-ای پیغمبره-د هغه قوم نه چې وعده یې درسره کړې وه؛ د دوکې اویا د وعدې د ماتولو نه په یوه علامه چې ښکاره شوه تاته نو خبر ورکړه هغوی ته په ماتولو د وعدې تر دې چې برابرشې هغوی ستا سره په خبرتیا کې په ماتولو د وعدې او ته مه مخکې کیږه په خیانت کې په هغوی باندې مخکې د هغوی د خبرولو نه، بیشکه د وعدې په ماتولوکې پټه غبته(سیالي)خیانت دی اوالله مینه نه کوي د خاینانوسره بلکه بغض ورسره کوي نو د خیانت څخه وبیریږه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 57 راتلونکې الأنفال • آیت 59