Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 6 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَمَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنْظُرُونَ 6
ترجمه:
دوى له تا سره په حقه خبره كې جګړه كوله وروسته له هغه چې ښه ښكاره شوه، ګویاكې دوى مرګ ته بېول كېږي، په داسې حال كې چې دوى ویني الأنفال ۸:۶
تفسیر:
بحث کوي ستا سره -ای پیغمبره- دا ډله د مومنانو نه د مشرکانو سره په جنګ کولو کې وروسته د دې نه چې دوی ته دا واضحه شوه چې دا جنګ واقع کیدونکی دی، ګویا کې دوی مرګ ته بوتلل کیږي او دوی دې مرګ ته ښکاره ګوري، او دا د دوی د سخت بد ګنلو د وجې نه جنګ لره؛ ځکه چې دوی دې جنګ ته تیاری ندی نیولی، او نه یې ورته سامان د جنګ برابر کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 5 راتلونکې الأنفال • آیت 7