بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده البروج ۸۵:۱۱ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، دغه بدله چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوې ده لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.