Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 121 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 121 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَلَا يُنْفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 121
ترجمه:
او نه دوى څه نفقه لګوي، نه وړه او نه لویه او نه څه میدان قطع كوي مګر د دوى لپاره (يې ثواب) لیكلى شي، د دې لپاره چې الله دوى ته د هغو بهترینو عملونو جزا وركړي چې دوى به كول التوبه ۹:۱۲۱
تفسیر:
هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې د هغو ښو کړنو بدله ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 120 راتلونکې التوبه • آیت 122