Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 58 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ 58
ترجمه:
او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې د صدقاتو (د تقسیم) په باره كې په تا عیب لګوي، نو كه دوى ته له دې (صدقاتو) نه (څه) وركړى شي (نو) راضي كېږي او كه له دې نه ورته څه ورنه كړى شي (نو) سمدستي هماغه وخت غصه كېږي التوبه ۹:۵۸
تفسیر:
له منافقانو څخه ځینې هغه دي چې تا تورنوي -ای پېغمبره- د صدقو په ویشلو کې، کله چې دوی ته هغه څه ونه رسي کوم چې دوی غواړي، نو که چېرې ته ورته هغه څه ورکړې چې دوی یې غواړي نو خوشاله شي، او که هغه څه ورنکړې چې دوی یې غواړي نو نا خوښي څرګندوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 57 راتلونکې التوبه • آیت 59