ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه شان دا دى چې څوك د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو (جزا د هغه دا ده چې) یقینًا هم د هغه لپاره د جهنم اور دى، چې په هغه كې به همېشه وي او همدغه ډېره لویه رسوايي ده التوبه ۹:۶۳ ⧉
تفسیر:
آیا دا منافقان په دې نه دې پوه چې دوی په دې کار سره د الله تعالی او د هغه د پېغمبر سره دښمني کوي، او څوک چې د دې دواړو سره دښمني کوي نو د قیامت په ورځ به د جهنم اور ته ننوځي او تل به هلته پاتې وي؟! همدا لوی سپکاوی او ستر ذلت دی.