Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 84 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 84 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ ۖ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ 84
ترجمه:
او په دوى كې چې كوم یومړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) په قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو التوبه ۹:۸۴
تفسیر:
ای پېغمبره! پر هېڅ منافق مړي باندې د (جنازې) لمونځ هېڅکله هم مه کوه، او مه د دوی په قبر باندې د بخښنې د دعا لپاره ودرېږه، ځکه چې دوی په الله تعالی او د هغه پر پېغمبر کافران شوي دي، او په داسې حال کې مړه شوي چې دوی د الله تعالی د اطاعت څخه سرغړونه کړې وه، او د چا چې داسې حال وي نو نه پرې (جنازه) کېږي او نه ورته دعا غوښتل کېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 83 راتلونکې التوبه • آیت 85