او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې په الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دوى كښی د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره التوبه ۹:۸۶ ⧉
تفسیر:
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.