Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 88 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 88 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


لَٰكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ ۚ وَأُولَٰئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 88
ترجمه:
لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي التوبه ۹:۸۸
تفسیر:
هر چې پېغمبر او د ده سره مومنان دي نو هغوی د الله تعالی په لار کې د جهاد څخه د دوی په څېر ندي پاتې شوي، او بېشکه دوی د الله په لار کې په شتمنیو او ځانونو باندې جهاد کړی دی، او د دوی بدله د الله تعالی سره د دنیایي ګټو ترلاسه کول وو لکه بریا او غنیمتونه، او د آخرت ګټې، چې جنت ته ننوتل دي، او د غوښتل شوې بریا ترلاسه کول او د وېرې او ډار څخه ژغورنه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 87 راتلونکې التوبه • آیت 89