Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشمس — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

الشمس • آیت نمبر 14 (ټولې 15 آيتونه) • پښتو


فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا 14
ترجمه:
نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل الشمس ۹۱:۱۴
تفسیر:
خو هغوی يې خپل رسول د اوښې په اړه درواغجن وګڼلو، نو ترټولو بدمرغه سړي يې د هغوی په خوښه اوښه ووژله، چې هغوی هم په ګناه کې ورسره شريکان وو، نو الله پر هغوی خپل عذاب را کوز کړ، هغوی يې د خپلو ګناهونو له امله په يوه چېغه تباه کړل، او په هغه سزا کې يې سره برابر کړل چې هغوی يې پرې تباه کړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشمس • آیت 13 راتلونکې الشمس • آیت 15