مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى التين ۹۵:۶ ⧉
تفسیر:
مګر هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي؛ نو هغوی که څه هم زاړه شي، بيا هم هغوی لره تلپاتې نه ختمېدونکې بدله ده او هغه جنت دی، ځکه هغوی خپل فطرت پاک کړی.