او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى البينة ۹۸:۴ ⧉
تفسیر:
او يهود چې تورات ورکړل شوی و او نصارا چې انجيل ورکړل شوی و وروسته تر هغه سره بېل شول، چې الله هغوی ته خپل نبي ولېږلو؛ نو ځينو يې اسلام راوړ، او ځينې يې په کفر کې له بريده واوښتل، سره له دې چې د هغه د نبي پر رېښتينولۍ پوهېدل.