Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 13 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا ۙ وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ وَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ 13
ترجمه:
او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قرنونه (مخكیني خلق) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو یونس ۱۰:۱۳
تفسیر:
بېشکه له تاسو مخکې مو ای مشرکانو! امتونه تباه کړل د خپلوپېغمبرانو د درواغ ګڼلو او ګناهونو د ترسره کولو له امله يې، په داسې حال کې چې کوم پېغمبران مو ورلېږلي وو هغوی له داسې څرګندو دلايلو سره ورته راغلل، چې د خپل پالونکي لخوا يې په راوړي شيانو کې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو هغوی سم نشول چې ايمان راوړي، د ايمان د وړتيا نه لرلو له امله، الله هغوی خوار کړل، د ايمان توفيق يې ور نکړ، لکه څنګه مو چې دغه ظالم امتونو ته سزا ورکړه همدارنګه هغوی ته ورته خلکو ته په هر وخت او هرځای کې سزا ورکوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 12 راتلونکې یونس • آیت 14