Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 12 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنْبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَائِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَنْ لَمْ يَدْعُنَا إِلَىٰ ضُرٍّ مَسَّهُ ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 12
ترجمه:
او كله چې انسان ته تكلیف ورسېږي (نو) په خپل اړخ باندې (پروت)، یا ناست، یا په ولاړه مونږ بلي، نو كله چې مونږ له هغه نه د هغه تكلیف لرې كړو (نو داسې) تېرېږي لكه چې ده مونږ نه وو بللي (د) هغه تكليف (لرې كولو) ته چې ده ته ور رسېدلى و، همدارنګه له حد نه تېرېدونكو ته هغه عملونه ښايسته كړى شول چې دوى به كول یونس ۱۰:۱۲
تفسیر:
کله چې له بريده اوښتونکي انسان بدن ته کومه ناروغي يا بدحالي ورسيږي، په خوارۍ او عاجزۍ مو د اړخ لګولو، ناستې او ولاړې په حالت کې رابولي، په دې هيله چې کړاو ځنې لرې کړل شي، کله يې چې موږ دعا قبوله کړو او کړاو ورڅخه لرې کړو، پر هغه څه روان شي چې مخکې پرې و، ګواکې موږ يې د ور رسېدلي کړاو په اړه ور بللي نه يو، لکه څنګه چې د دغه مخ اړوونکي لپاره په لار ورکۍ کې پاتې کېدل ښايسته کړل شوي دي همدارنګه له پولو اوښتونکو لپاره يې د کفر له امله هغه کفر او ګناهونه ښايسته کړل شوي دي چې ترسره کوي يې؛ نو نه يې پرېږدي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 11 راتلونکې یونس • آیت 13