Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 11 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ 11
ترجمه:
او كه چېرې الله خلقو ته بدي جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نومونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي یونس ۱۰:۱۱
تفسیر:
که چېرې الله پاک د خلکو د هغې ښېرا په قبلولو کې بيړه کولی چې هغوی يې د غوسې په حال کې د خپلو ځانونو، اولادونو او مالونو لپاره کوي لکه د هغوی د خير دعا چې ژر قبلوي؛ نو هغوی به تباه شوي وای، خو الله هغوی ته مهلت ورکوي، هغه خلک پرېږدي چې له هغه سره د مخامخ کېدو هيله نلري، ځکه هغوی له سزا نه ډاريږي، هغوی پرېږدي په داسې حال کې چې تردد، تعجب او د حساب په ورځ کې شک کوونکي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 10 راتلونکې یونس • آیت 12