ترجمه: سوره العلق (وینه) سُورَة العلق
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ١ i
ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) (۱)
خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ٢ i
ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى (۲)
اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ٣ i
ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى (۳)
الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ٤ i
هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده (۴)
عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ٥ i
انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده (۵)
كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَىٰ ٦ i
حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي (۶)
أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَىٰ ٧ i
په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو (۷)
إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الرُّجْعَىٰ ٨ i
بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي (۸)
أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَىٰ ٩ i
ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي (۹)
عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰ ١٠ i
بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي (۱۰)
أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ عَلَى الْهُدَىٰ ١١ i
ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي (۱۱)
أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَىٰ ١٢ i
یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي (۱۲)
أَرَأَيْتَ إِنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ١٣ i
ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي (۱۳)
أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَىٰ ١٤ i
ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟ (۱۴)
كَلَّا لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ ١٥ i
داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره (۱۵)
نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ١٦ i
داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى (۱۶)
فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ ١٧ i
نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي (۱۷)
سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ ١٨ i
ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو (۱۸)
كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ۩ ١٩ i
داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه (۱۹)