سورة الفجر (سهار)

سورة الفجر د قرآنکریم ۸۹ مه سوره ده، چې په مکه کې نازله شوې او ۳۰ آیتونه لري. دا سوره د سهار د رڼا څخه خبرې کوي او د تېرو قومونو د الله له عذاب سره یادونه کوي، د کافرو لپاره خبرداری ورکوي.

ترجمه: سوره الفجر (سحر) سُورَة الفجر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَالْفَجْرِ ١ i

قسم دى په فجر (سبا) باندې (۱)

وَلَيَالٍ عَشْرٍ ٢ i

او په لسو شپو باندې (۲)

وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ٣ i

او په جفت او طاق باندې (۳)

وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ٤ i

او په شپه باندې كله چې روانه وي (۴)

هَلْ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ ٥ i

ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟ (۵)

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ٦ i

ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟ (۶)

إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ٧ i

چې ارم و د ستنو والا (۷)

الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ٨ i

هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي (۸)

وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ٩ i

او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟ (۹)

وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ١٠ i

او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل) (۱۰)

الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ١١ i

هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه (۱۱)

فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ١٢ i

نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و (۱۲)

فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ١٣ i

نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه (۱۳)

إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ١٤ i

بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى (۱۴)

فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ ١٥ i

نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ (۱۵)

وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ ١٦ i

او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم (۱۶)

كَلَّا ۖ بَلْ لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ١٧ i

داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ (۱۷)

وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ ١٨ i

او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ (۱۸)

وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَمًّا ١٩ i

او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره (۱۹)

وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ٢٠ i

او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه (۲۰)

كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا ٢١ i

داسې نه ده۔ كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره (۲۱)

وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ٢٢ i

او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي) (۲۲)

وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ ۚ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنْسَانُ وَأَنَّىٰ لَهُ الذِّكْرَىٰ ٢٣ i

او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي۔، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي (۲۳)

يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي ٢٤ i

دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى (۲۴)

فَيَوْمَئِذٍ لَا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ ٢٥ i

نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي (۲۵)

وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ ٢٦ i

او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي (۲۶)

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ٢٧ i

اى اطمینان نیوونكیه نفسه! (۲۷)

ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً ٢٨ i

ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې (۲۸)

فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ٢٩ i

نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه (۲۹)

وَادْخُلِي جَنَّتِي ٣٠ i

او زما جنت ته ننوځه (۳۰)