ترجمه: سوره القدر (تقدیر) سُورَة القدر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ١ i
بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى (۱)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ٢ i
او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟ (۲)
لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ٣ i
د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده (۳)
تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ ٤ i
په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار (۴)
سَلَامٌ هِيَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ الْفَجْرِ ٥ i
(دغه شپه) سلامتیا ده، دغه (شپه) تر سبا ختلو پورې ده (۵)