سورة الطارق (د سحر ستوری)

سورة الطارق د قرآنکریم ۸۶ مه سوره ده، چې ۱۷ آیتونه لري. دا سوره د الله د پیدایښت عظمت بیانوي او د قیامت ورځې د یادونې اهمیت ته اشاره کوي. لاندې د دې سورې آیتونه دي.

ترجمه: سوره الطارق (دروازه ټکونکی) سُورَة الطارق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَالسَّمَاءِ وَالطَّارِقِ ١ i

قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي (۱)

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ ٢ i

او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ (۲)

النَّجْمُ الثَّاقِبُ ٣ i

ځلېدونكى ستورى دى (۳)

إِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ ٤ i

نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته (۴)

فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ٥ i

نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟ (۵)

خُلِقَ مِنْ مَاءٍ دَافِقٍ ٦ i

دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى (۶)

يَخْرُجُ مِنْ بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ ٧ i

چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي (۷)

إِنَّهُ عَلَىٰ رَجْعِهِ لَقَادِرٌ ٨ i

بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى (۸)

يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ ٩ i

په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي (۹)

فَمَا لَهُ مِنْ قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ ١٠ i

نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى (۱۰)

وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ١١ i

قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى (۱۱)

وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ١٢ i

او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده (۱۲)

إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ١٣ i

بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده (۱۳)

وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ١٤ i

او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده (۱۴)

إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا ١٥ i

بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول (۱۵)

وَأَكِيدُ كَيْدًا ١٦ i

او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول (۱۶)

فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا ١٧ i

نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه (۱۷)