ترجمه: سوره النصر (مرسته) سُورَة النصر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ١ i
كله چې د الله مدد راشي او فتح (۱)
وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا ٢ i
او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي (۲)
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ ۚ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا ٣ i
نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى (۳)