سورة النبأ (خبرونه)

سورة النبأ د قرآنکریم ۷۸ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۴۰ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې حقیقت بیانوي، د انسانانو انعامونه او سزاګانې تشریح کوي، او خلکو ته د قیامت په وړاندې د بیدارۍ ساتلو یادونه کوي.

سوره النبأ (خبر)

همدارنګه پېژندل کېږي په نوم: عم يتساءلون (د څه په اړه پوښتنه کوي), التساؤل (پوښتنه), المعصرات (باراني وريځې)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ١٢ i

78:۱۲

او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي (۱۲)

وَأَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا ١٤ i

78:۱۴

او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي (۱۴)

لِنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَنَبَاتًا ١٥ i

78:۱۵

د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو (۱۵)

يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا ١٨ i

78:۱۸

هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ (۱۸)

وَفُتِحَتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ أَبْوَابًا ١٩ i

78:۱۹

او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي (۱۹)

لَا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا ٢٤ i

78:۲۴

دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه (۲۴)

وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ كِتَابًا ٢٩ i

78:۲۹

او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى (۲۹)

فَذُوقُوا فَلَنْ نَزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًا ٣٠ i

78:۳۰

نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب (۳۰)

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا ٣٥ i

78:۳۵

دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ (۳۵)

جَزَاءً مِنْ رَبِّكَ عَطَاءً حِسَابًا ٣٦ i

78:۳۶

د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه (۳۶)

رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَٰنِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا ٣٧ i

78:۳۷

چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري (۳۷)

يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا ۖ لَا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ٣٨ i

78:۳۸

په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي (۳۸)

ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ ۖ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ مَآبًا ٣٩ i

78:۳۹

دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي) (۳۹)

إِنَّا أَنْذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا ٤٠ i

78:۴۰

بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى (۴۰)