سورة قیامه (قیامت)

سورة قیامه د قرآنکریم ۷۵ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۴۰ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې وضعیت تشریح کوي، د قیامت حقیقت ته اشاره کوي او د قیامت په اړه د شک لرونکو خلکو ته خبرداری ورکوي.

سوره القيامة (قیامت)

همدارنګه پېژندل کېږي په نوم: لا أقسم (زه قسم نه خورم), لا أقسم بيوم القيامة (د قیامت په ورځ قسم نه خورم)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ ٣ i

75:۳

ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو (۳)

بَلَىٰ قَادِرِينَ عَلَىٰ أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ ٤ i

75:۴

ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو (۴)

بَلْ يُرِيدُ الْإِنْسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ ٥ i

75:۵

بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي (۵)

يَقُولُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ ١٠ i

75:۱۰

نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟ (۱۰)

يُنَبَّأُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ ١٣ i

75:۱۳

په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي (۱۳)

لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ ١٦ i

75:۱۶

(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې (۱۶)

فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ١٨ i

75:۱۸

نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه (۱۸)

كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ ٢٠ i

75:۲۰

هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ (۲۰)

ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰ أَهْلِهِ يَتَمَطَّىٰ ٣٣ i

75:۳۳

بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه (۳۳)

أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى ٣٦ i

75:۳۶

ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي (۳۶)

أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِنْ مَنِيٍّ يُمْنَىٰ ٣٧ i

75:۳۷

ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي (۳۷)

ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ ٣٨ i

75:۳۸

بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ (۳۸)

فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَىٰ ٣٩ i

75:۳۹

نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه (۳۹)

أَلَيْسَ ذَٰلِكَ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ ٤٠ i

75:۴۰

ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟ (۴۰)