ترجمه: سوره الشمس (لمر) سُورَة الشمس
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا ١ i
قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې (۱)
وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا ٢ i
اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي (۲)
وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا ٣ i
او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي (۳)
وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا ٤ i
او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې) (۴)
وَالسَّمَاءِ وَمَا بَنَاهَا ٥ i
او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى (۵)
وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا ٦ i
او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده (۶)
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا ٧ i
او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى (۷)
فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ٨ i
نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده (۸)
قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا ٩ i
چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ (۹)
وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا ١٠ i
او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ (۱۰)
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا ١١ i
ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و (۱۱)
إِذِ انْبَعَثَ أَشْقَاهَا ١٢ i
كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو (۱۲)
فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا ١٣ i
نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ (۱۳)
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا ١٤ i
نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل (۱۴)
وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا ١٥ i
او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي (۱۵)