سوره القارعة (زوروره چیغه)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
الْقَارِعَةُ i
101:۱(د زړونو) ټكوونكى (قیامت) (۱)
مَا الْقَارِعَةُ i
101:۲(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ (۲)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ i
101:۳او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ (۳)
يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ i
101:۴(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي (۴)
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ i
101:۵او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي (۵)
فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ i
101:۶نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې (۶)
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ i
101:۷نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي (۷)
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ i
101:۸او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې (۸)
فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ i
101:۹نو د ده استوګنځى هاویه ده (۹)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ i
101:۱۰او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ (۱۰)
نَارٌ حَامِيَةٌ i
101:۱۱(دغه) ډېر ګرم اور دى (۱۱)