سورة الضحی (سهار)

سورة الضحی د قرآنکریم ۹۳ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۱۱ آیتونه لري. دا سوره د سهار د رڼا یادونه کوي او د پیغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) تسلیت ورکوي، خلکو ته د شکر او نېک عمل کولو هڅونه کوي.

ترجمه: سوره الضحى (غرمۍ) سُورَة الضحى

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَالضُّحَىٰ ١ i

قسم دى په څاښت باندې (۱)

وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ ٢ i

او په شپه باندې كله چې قراره شي (۲)

مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ ٣ i

چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى (۳)

وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَكَ مِنَ الْأُولَىٰ ٤ i

او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى (۴)

وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ ٥ i

او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې (۵)

أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ ٦ i

ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ (۶)

وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَىٰ ٧ i

او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه (۷)

وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَىٰ ٨ i

او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې (۸)

فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ ٩ i

نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه (۹)

وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ ١٠ i

او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه (۱۰)

وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ١١ i

او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه (۱۱)