ترجمه: سوره المسد (تاو شوی رسۍ) سُورَة المسد
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ ١ i
د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو (۱)
مَا أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ ٢ i
د ده هېڅ په كار رانغى د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو (۲)
سَيَصْلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ ٣ i
ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي (۳)
وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ ٤ i
او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم) (۴)
فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ ٥ i
د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده (۵)