سورة التكاثر (دنیاوي زیاتوالی)

سورة التكاثر د قرآنکریم ۱۰۲ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۸ آیتونه لري. دا سوره د انسانانو ترمنځ د دنیاوي مال او عزت د ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ خبره کوي او خلکو ته د آخرت په اړه فکر کولو او د زیاتې مادي تمې څخه د ډډه کولو یادونه کوي.

ترجمه: سوره التكاثر (زیاتوالی) سُورَة التكاثر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ١ i

تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره (۱)

حَتَّىٰ زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ ٢ i

تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ (۲)

كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ٣ i

داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ (۳)

ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ٤ i

بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ (۴)

كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ ٥ i

داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى (۵)

لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ ٦ i

تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ (۶)

ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ ٧ i

بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ (۷)

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ ٨ i

بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي (۸)