سورة المطففين (فریب ورکونکي)

سورة المطففين د قرآنکریم ۸۳ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۳۶ آیتونه لري. دا سوره هغه کسان غندلي چې په سوداګریو کې د بل چا سره فریب کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د نورو مالونه لوټوي، او د عدل او رښتینولۍ اهمیت باندې ټینګار کوي.

ترجمه: سوره المطففين (کم اندازه کوونکي) سُورَة المطففين

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ ١ i

(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى (۱)

الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ٢ i

هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي (۲)

وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ٣ i

او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي (۳)

أَلَا يَظُنُّ أُولَٰئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ ٤ i

ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي (۴)

لِيَوْمٍ عَظِيمٍ ٥ i

په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره) (۵)

يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ٦ i

هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي (۶)

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ ٧ i

هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي (۷)

وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ ٨ i

او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى (۸)

كِتَابٌ مَرْقُومٌ ٩ i

یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى (۹)

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ١٠ i

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۱۰)

الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ١١ i

هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي (۱۱)

وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ١٢ i

او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار (۱۲)

إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ١٣ i

كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي (۱۳)

كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ١٤ i

داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول (۱۴)

كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ ١٥ i

داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي (۱۵)

ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُو الْجَحِيمِ ١٦ i

بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي (۱۶)

ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ١٧ i

بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه (۱۷)

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ ١٨ i

داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي (۱۸)

وَمَا أَدْرَاكَ مَا عِلِّيُّونَ ١٩ i

او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى (۱۹)

كِتَابٌ مَرْقُومٌ ٢٠ i

یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى (۲۰)

يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ ٢١ i

چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي (۲۱)

إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ٢٢ i

بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي (۲۲)

عَلَى الْأَرَائِكِ يَنْظُرُونَ ٢٣ i

دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به (۲۳)

تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ ٢٤ i

(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې (۲۴)

يُسْقَوْنَ مِنْ رَحِيقٍ مَخْتُومٍ ٢٥ i

په دوى به مُهر (ټاپه) كړى شوي خالص شراب څښولى شي (۲۵)

خِتَامُهُ مِسْكٌ ۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ ٢٦ i

چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي (۲۶)

وَمِزَاجُهُ مِنْ تَسْنِيمٍ ٢٧ i

د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى (۲۷)

عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ ٢٨ i

چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي (۲۸)

إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ ٢٩ i

بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و (۲۹)

وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ ٣٠ i

او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل (۳۰)

وَإِذَا انْقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ ٣١ i

او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل (۳۱)

وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَضَالُّونَ ٣٢ i

او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي (۳۲)

وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ ٣٣ i

حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي (۳۳)

فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ٣٤ i

نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي (۳۴)

عَلَى الْأَرَائِكِ يَنْظُرُونَ ٣٥ i

په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به (۳۵)

هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ٣٦ i

یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول (۳۶)