سوره القمر (سپوږمۍ)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ i
قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله (۱)
وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ i
او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى (۲)
وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَكُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ i
او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى (۳)
وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنَ الْأَنْبَاءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ i
او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و (۴)
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ ۖ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ i
(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي (۵)
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَىٰ شَيْءٍ نُكُرٍ i
نو ته له دوى نه مخ وګرځوه۔ (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي (۶)
خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُنْتَشِرٌ i
په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي (۷)
مُهْطِعِينَ إِلَى الدَّاعِ ۖ يَقُولُ الْكَافِرُونَ هَٰذَا يَوْمٌ عَسِرٌ i
د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده (۸)
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ i
له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل: (دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو) (۹)
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ i
نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله (۱۰)
فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُنْهَمِرٍ i
نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې (۱۱)
وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَىٰ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ i
او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې۔، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و (۱۲)
وَحَمَلْنَاهُ عَلَىٰ ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ i
او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه (۱۳)
تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ i
چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله۔ (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه (۱۴)
وَلَقَدْ تَرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ i
او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ (۱۵)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ i
نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟ (۱۶)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ i
او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ (۱۷)
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ i
عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو (۱۸)
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ i
بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې (۱۹)
تَنْزِعُ النَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ i
دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي (۲۰)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ i
نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟ (۲۱)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ i
او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ (۲۲)
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ i
ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ (۲۳)
فَقَالُوا أَبَشَرًا مِنَّا وَاحِدًا نَتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ i
پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو (۲۴)
أَأُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنْ بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ i
ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى (۲۵)
سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ i
ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى (۲۶)
إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ i
بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه (۲۷)
وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ الْمَاءَ قِسْمَةٌ بَيْنَهُمْ ۖ كُلُّ شِرْبٍ مُحْتَضَرٌ i
او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي۔ هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي (۲۸)
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ i
او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه) (۲۹)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ i
نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟ (۳۰)
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ i
بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول (۳۱)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ i
او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ (۳۲)
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ i
د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ (۳۳)
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ ۖ نَجَّيْنَاهُمْ بِسَحَرٍ i
بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ (۳۴)
نِعْمَةً مِنْ عِنْدِنَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي مَنْ شَكَرَ i
زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه۔، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي (۳۵)
وَلَقَدْ أَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ i
او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو۔، پس دوى (د هغه) په وېرولو كې شك وكړ (۳۶)
وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ i
او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ (۳۷)
وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُسْتَقِرٌّ i
او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى (۳۸)
فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ i
نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ (۳۹)
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ i
او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ (۴۰)
وَلَقَدْ جَاءَ آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ i
او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو (۴۱)
كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُقْتَدِرٍ i
(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره (۴۲)
أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِنْ أُولَٰئِكُمْ أَمْ لَكُمْ بَرَاءَةٌ فِي الزُّبُرِ i
(اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟ (۴۳)
أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُنْتَصِرٌ i
یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو (۴۴)
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ i
دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي (۴۵)
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَىٰ وَأَمَرُّ i
بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى (۴۶)
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ i
بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي (۴۷)
يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ i
په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ (۴۸)
إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ i
بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى (۴۹)
وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ i
او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول (۵۰)
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ i
او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟ (۵۱)
وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ i
او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى (۵۲)
وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ i
او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى (۵۳)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ i
بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي (۵۴)
فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ i
د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره (۵۵)