او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ القمر ۵۴:۳۷ ⧉
تفسیر:
او له لوط څخه يې قوم غوښتنه وکړه چې د هغوی او پرېښتو مېلمنو ترمنځ لاره خوشي کړي د ناروا کړنې د ترسره کولو په موخه، نو موږ د هغوی سترګې ور پټې کړې، چې هغوی يې نه ليدل، او ورته ومو وويل: زما عذاب او تاسو لره زما د وېرولو پايله وڅکئ.