ترجمه: سوره عبس (تندی تریو کړ) سُورَة عبس
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
عَبَسَ وَتَوَلَّىٰ ١ i
ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه (۱)
أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَىٰ ٢ i
په دې وجه چې ده ته ړوند راغى (۲)
وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّىٰ ٣ i
او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي (۳)
أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرَىٰ ٤ i
یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي (۴)
أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَىٰ ٥ i
هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده (۵)
فَأَنْتَ لَهُ تَصَدَّىٰ ٦ i
نو ته په هغه پسې كېږې (۶)
وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ ٧ i
حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي (۷)
وَأَمَّا مَنْ جَاءَكَ يَسْعَىٰ ٨ i
او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي (۸)
وَهُوَ يَخْشَىٰ ٩ i
په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي (۹)
فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰ ١٠ i
نو ته له هغه نه مشغولېږې (۱۰)
كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ ١١ i
داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى (۱۱)
فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ ١٢ i
نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني (۱۲)
فِي صُحُفٍ مُكَرَّمَةٍ ١٣ i
(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى (۱۳)
مَرْفُوعَةٍ مُطَهَّرَةٍ ١٤ i
چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي (۱۴)
بِأَيْدِي سَفَرَةٍ ١٥ i
د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې (۱۵)
كِرَامٍ بَرَرَةٍ ١٦ i
چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي (۱۶)
قُتِلَ الْإِنْسَانُ مَا أَكْفَرَهُ ١٧ i
انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى! (۱۷)
مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ ١٨ i
دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ (۱۸)
مِنْ نُطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ ١٩ i
له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى (۱۹)
ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ ٢٠ i
بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده (۲۰)
ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ ٢١ i
بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود (۲۱)
ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنْشَرَهُ ٢٢ i
بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي (۲۲)
كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ ٢٣ i
داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى (۲۳)
فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَىٰ طَعَامِهِ ٢٤ i
نو انسان دې خپل طعام ته وګوري (۲۴)
أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا ٢٥ i
چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول (۲۵)
ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا ٢٦ i
بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول (۲۶)
فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا ٢٧ i
نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي (۲۷)
وَعِنَبًا وَقَضْبًا ٢٨ i
او انګور او تركاريانې (۲۸)
وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا ٢٩ i
او زیتون او كجورې (۲۹)
وَحَدَائِقَ غُلْبًا ٣٠ i
او ګڼ باغونه (۳۰)
وَفَاكِهَةً وَأَبًّا ٣١ i
او مېوې او ګياه (واښه) (۳۱)
مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ٣٢ i
ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره (۳۲)
فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ ٣٣ i
نو كله چې سخت اواز راشي (۳۳)
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ ٣٤ i
په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي (۳۴)
وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ ٣٥ i
او له خپلې مور او خپل پلاره (۳۵)
وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ ٣٦ i
او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه (۳۶)
لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ ٣٧ i
په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي (۳۷)
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُسْفِرَةٌ ٣٨ i
څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي (۳۸)
ضَاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ ٣٩ i
خندېدونكي (او) خوشاله به وي (۳۹)
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ ٤٠ i
او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي (۴۰)
تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ ٤١ i
دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي (۴۱)
أُولَٰئِكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ ٤٢ i
دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي (۴۲)