سوره التكوير (تاوول)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ i
81:۱كله چې لمر ونغښتل شي (۱)
وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ i
81:۲او كله چې ستوري خړ شي (۲)
وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ i
81:۳او كله چې غرونه روان كړل شي (۳)
وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ i
81:۴او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي (۴)
وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ i
81:۵او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي (۵)
وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ i
81:۶او كله چې دریابونه بل كړى شي (۶)
وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ i
81:۷او كله چې نفسونه جوړه كړل شي (۷)
وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ i
81:۸او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي (۸)
بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ i
81:۹چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده (۹)
وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ i
81:۱۰او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي (۱۰)
وَإِذَا السَّمَاءُ كُشِطَتْ i
81:۱۱او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي (۱۱)
وَإِذَا الْجَحِيمُ سُعِّرَتْ i
81:۱۲او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي (۱۲)
وَإِذَا الْجَنَّةُ أُزْلِفَتْ i
81:۱۳او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي (۱۳)
عَلِمَتْ نَفْسٌ مَا أَحْضَرَتْ i
81:۱۴هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي (۱۴)
فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ i
81:۱۵نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي (۱۵)
الْجَوَارِ الْكُنَّسِ i
81:۱۶په روانو، پټېدونكو باندې (۱۶)
وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ i
81:۱۷او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي (۱۷)
وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ i
81:۱۸او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي) (۱۸)
إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ i
81:۱۹بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى (۱۹)
ذِي قُوَّةٍ عِنْدَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ i
81:۲۰چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى (۲۰)
مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ i
81:۲۱منلى شوى دى هلته، امین دى (۲۱)
وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ i
81:۲۲او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى (۲۲)
وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ i
81:۲۳او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و (۲۳)
وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ i
81:۲۴او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى (۲۴)
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ i
81:۲۵او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي (۲۵)
فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ i
81:۲۶نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟ (۲۶)
إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ i
81:۲۷نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند) (۲۷)
لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ i
81:۲۸د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي (۲۸)
وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ i
81:۲۹او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي (۲۹)