سورة الزلزله (زلزلې)

سورة الزلزله د قرآنکریم ۹۹ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۸ آیتونه لري. دا سوره د قیامت په ورځ د ځمکې د زلزله منظرې بیانوي، د انسانانو د اعمالو پایلې او د الله د قضاوت اهمیت څرګندوي.

سوره الزلزلة (زلزله)

همدارنګه پېژندل کېږي په نوم: إذا زلزلت (کله چې ځمکه ولړزېږي), الزلزال (زلزله), زلزلت (ولړزېده)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ ٦ i

99:۶

په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي (۶)

فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ٧ i

99:۷

نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني (۷)

وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ٨ i

99:۸

او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني (۸)