سورة الذاريات (بادشوهۍ)

سورة الذاريات د قرآنکریم ۵۱ مه سوره ده، چې په مکه کې نازله شوې او ۶۰ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې حقیقت او د مومنانو او کافرانو تر منځ توپیر بیانوي.

سوره الذاریات (شیندونکي)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ ٥ i

51:۵

چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده (۵)

يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ ٩ i

51:۹

ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى (۹)

ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ هَٰذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ١٤ i

51:۱۴

(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته (۱۴)

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ١٥ i

51:۱۵

بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي (۱۵)

آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَٰلِكَ مُحْسِنِينَ ١٦ i

51:۱۶

په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو (۱۶)

وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ١٩ i

51:۱۹

او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و (۱۹)

وَفِي السَّمَاءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ٢٢ i

51:۲۲

او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي (۲۲)

فَوَرَبِّ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنْطِقُونَ ٢٣ i

51:۲۳

نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ (۲۳)

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ٢٤ i

51:۲۴

ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى (۲۴)

إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا ۖ قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ ٢٥ i

51:۲۵

كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل: (مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي (۲۵)

فَرَاغَ إِلَىٰ أَهْلِهِ فَجَاءَ بِعِجْلٍ سَمِينٍ ٢٦ i

51:۲۶

نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ (۲۶)

فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ٢٧ i

51:۲۷

نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل: تاسو ولې نه خورئ! (۲۷)

فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً ۖ قَالُوا لَا تَخَفْ ۖ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ ٢٨ i

51:۲۸

نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ (۲۸)

فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِي صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌ ٢٩ i

51:۲۹

نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: (زه) زړه شنډه بوډۍ (یم) (۲۹)

قَالُوا كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ٣٠ i

51:۳۰

دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى (۳۰)

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ٣١ i

51:۳۱

ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟ (۳۱)

قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَىٰ قَوْمٍ مُجْرِمِينَ ٣٢ i

51:۳۲

دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو (۳۲)

لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ طِينٍ ٣٣ i

51:۳۳

د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو (۳۳)

مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ ٣٤ i

51:۳۴

چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي (۳۴)

فَأَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ٣٥ i

51:۳۵

نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو (۳۵)

فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ٣٦ i

51:۳۶

پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده (۳۶)

وَتَرَكْنَا فِيهَا آيَةً لِلَّذِينَ يَخَافُونَ الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ٣٧ i

51:۳۷

او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي (۳۷)

وَفِي مُوسَىٰ إِذْ أَرْسَلْنَاهُ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ٣٨ i

51:۳۸

او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه (۳۸)

فَتَوَلَّىٰ بِرُكْنِهِ وَقَالَ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ٣٩ i

51:۳۹

نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل: (دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى (۳۹)

فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌ ٤٠ i

51:۴۰

نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و (۴۰)

وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ ٤١ i

51:۴۱

او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ (۴۱)

مَا تَذَرُ مِنْ شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ ٤٢ i

51:۴۲

ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه (۴۲)

وَفِي ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتَّىٰ حِينٍ ٤٣ i

51:۴۳

او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ (۴۳)

فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ وَهُمْ يَنْظُرُونَ ٤٤ i

51:۴۴

نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل (۴۴)

فَمَا اسْتَطَاعُوا مِنْ قِيَامٍ وَمَا كَانُوا مُنْتَصِرِينَ ٤٥ i

51:۴۵

بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو (۴۵)

وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ٤٦ i

51:۴۶

او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و (۴۶)

وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ٤٧ i

51:۴۷

او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو (۴۷)

وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ ٤٨ i

51:۴۸

او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو (۴۸)

وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ٤٩ i

51:۴۹

او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ (۴۹)

فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ٥٠ i

51:۵۰

نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم (۵۰)

وَلَا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ ۖ إِنِّي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ مُبِينٌ ٥١ i

51:۵۱

او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم (۵۱)

كَذَٰلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ٥٢ i

51:۵۲

همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى (۵۲)

أَتَوَاصَوْا بِهِ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ٥٣ i

51:۵۳

ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى (۵۳)

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَا أَنْتَ بِمَلُومٍ ٥٤ i

51:۵۴

نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې (۵۴)

وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَىٰ تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ٥٥ i

51:۵۵

او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي (۵۵)

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ٥٦ i

51:۵۶

او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي (۵۶)

مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ ٥٧ i

51:۵۷

زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي (۵۷)

إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ٥٨ i

51:۵۸

بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى (۵۸)

فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذَنُوبًا مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ ٥٩ i

51:۵۹

د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي (۵۹)

فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ يَوْمِهِمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ٦٠ i

51:۶۰

پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي (۶۰)