Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القمر — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

القمر • آیت نمبر 43 (ټولې 55 آيتونه) • پښتو


أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِنْ أُولَٰئِكُمْ أَمْ لَكُمْ بَرَاءَةٌ فِي الزُّبُرِ 43
ترجمه:
(اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟ القمر ۵۴:۴۳
تفسیر:
ای د مکې خلکو! آيا ستاسو کافران له دغو يادو شويو کافرانو غوره دي: چې هغه د نوح قوم، عاديان، ثموديان، د لوط قوم، فرعون او د هغه قوم دی؟! او يا تاسو لره د الله له عذابه خلاصون دی چې په آسماني کتابونو کې راغلی دی؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القمر • آیت 42 راتلونکې القمر • آیت 44