سوره الانعام (څاروي) (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۹۸

وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ 98 ٩٨

او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانت ځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي (۹۸)

تفسیر
او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی چې پيدا کړي یاست تاسو د یو تن نه چې هغه ستاسو پلار ادم -علیه السلام- وو، نو بیشکه (الله تعالی) ستاسو پیدایښت شروع کړی دی په پیداکولو د پلار ستاسې د خټې نه، بیا یې تاسو د هغه نه پیداکړي یاست، او پیدا کړی یې دی ستاسو لپاره هغه ځای چې تاسو پکې قرار لرئ، لکه ستاسو د میندو بچي دانې، او ځای د امانت چې تاسو پکې امانت کیښودل کیږئ، لکه ستاسو د پلرونو شاګانې، بیشکه مونږ ښه واضح کړي آیتونه هغه قوم ته چې پوهیږي د الله تعالی په خبرو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ