Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 98 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 98 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ 98
ترجمه:
او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانت ځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي الانعام ۶:۹۸
تفسیر:
او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی چې پيدا کړي یاست تاسو د یو تن نه چې هغه ستاسو پلار ادم -علیه السلام- وو، نو بیشکه (الله تعالی) ستاسو پیدایښت شروع کړی دی په پیداکولو د پلار ستاسې د خټې نه، بیا یې تاسو د هغه نه پیداکړي یاست، او پیدا کړی یې دی ستاسو لپاره هغه ځای چې تاسو پکې قرار لرئ، لکه ستاسو د میندو بچي دانې، او ځای د امانت چې تاسو پکې امانت کیښودل کیږئ، لکه ستاسو د پلرونو شاګانې، بیشکه مونږ ښه واضح کړي آیتونه هغه قوم ته چې پوهیږي د الله تعالی په خبرو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 97 راتلونکې الانعام • آیت 99