Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 97 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 97 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 97
ترجمه:
او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي الانعام ۶:۹۷
تفسیر:
او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی چې ستاسو لپاره یې پیداکړی دي -ای بنی ادمو- ستورې په اسمان کې د دې لپاره چې تاسو په دې باندې لاره پیدا کړه ستاسو په سفرونو کې کله چې تاسو باندې لاره ګډه وډه شي په وچه او دریاب کې، بیشکه مونږ ښه واضح کړي دي دلیلونه او معجزې دلالت کوونکي زمونږ په قدرت باندې، د هغه قوم لپاره چې سوچ وکړي په دغو ایتونو او معجزو کې نو فایده ترې واخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 96 راتلونکې الانعام • آیت 98