د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي الانعام ۶:۹۶ ⧉
تفسیر:
او خاص (الله تعالی) هغه پاک ذات دی چې چووي د سهار رڼا د شپې دتیاروو نه، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې ګرځولې یې ده شپه دارام لپاره د خلکو چې په دې کې ارام وکړي د حرکت کولو نه لپاره د لټولو د اسباب د زندګۍ، د دې لپاره چې دمه شي د خپل ستړی والي د دوی نه کوم چې دوی ته رسیدلي دي په لټولو د اسبابو د زندګۍ کې په ورځ کې، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي لمر او سپوږمۍ چې ګرځي په خپله مقرره اندازه، دا چې بیان شو د نا اشنا پیدایښت نه دا اندازه د زورور ذات ده هغه چې هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، پوهه دی په خپلو مخلوقاتو او په هغه څه چې دوی ته مناسب وي.