Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 95 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 95 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَىٰ ۖ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ 95
ترجمه:
بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، هم دغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ الانعام ۶:۹۵
تفسیر:
پرته له شکه يوازې الله دی چې دانه چوي او غلې ترې را باسي او زړی (مندکه) چوي؛ نو د خرما، انګور او نورې ونې ترې را باسي، ژوندی له مړي را باسي، ځکه انسان او ټول څاروي له نطفې را باسي او مړی له ژوندي را باسي، ځکه نطفه له انسانه، هګۍ له چرګې را باسي، هغه ذات چې دغه کار کوي، همغه الله دی چې تاسو يې پيداکړي ياست؛ نو اې مشرکانو څنګه له حقه ګرځئ سره له دې چې تاسې د هغه په زړه پورې پيدا کول وينئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 94 راتلونکې الانعام • آیت 96