Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 94 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 94 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَىٰ كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُمْ مَا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمْ شُفَعَاءَكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاءُ ۚ لَقَدْ تَقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنْكُمْ مَا كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ 94
ترجمه:
او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو۔ او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوٰی كوله چې بېشكه دوى په تاسو كې شریكان دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل الانعام ۶:۹۴
تفسیر:
او دوی ته به وویل شي د دوباره راپاڅیدو (قیامت) په ورځ: او بیشکه تاسو راغلئ مونږ ته په دې ورځ کې یوازې یوازې، نه درسره مال شته او نه درسره مشري شته، لکه څرنګه چې مونږ تاسو اول ځل پیداکړی وئ پښېبله (لوڅې پښې) بربنډ ناسنته شوي،او پریښودل تاسو هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي د نعمتونو نه شاته ستاسو په دنیا کې که ستاسو خوښه وي او که نه وي، او مونږ نه وینو نن ورځ ستاسو سره هغه معبودان ستاسو چې تاسو به دعوه کوله چې دوی به ستاسو لپاره سپارش وکړي، او تاسو دعوه کوله چې یقینا دوی شریکان دي الله تعالی سره په بندګۍ کولو کې، بیشکه ختمه شوه رابطه ستاسو ترمنځ، او ورک شو ستاسو نه هغه چې تاسو یې دعوه کوله او ګمان مو کاوه د هغوی د سپارش نه، او د دې نه چې ګویاکې دوی الله تعالی سره شریکان دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 93 راتلونکې الانعام • آیت 95